د قرآن کریم اتیایمه سوره ؛عبس ؛نومیږي. په دغې سورې کې ۴۲آیتونه دي او د قرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع شوې ده.؛عبس؛ چې یوه مکي سوره ده ،د نزول په ترتیب کې ،څلورویشتمه سوره ده چې د اسلام پر پیغمبر نازله شوې ده.
دغه سوره ؛عبس نومول شوې ده په دې خاطر چې د عَبَس کلمه د ؛ نارحته یا خپه څيرې ؛په معنا سره پیل شوې ده.
ددې سورې موخه ،د هغو کسانو په نسبت خپګان او خبرداری دی د کمزورو او بې څوکه په نسبت لازیات شتمنو ته توجه کوي.،ددنیا پالو احترام کوي، او پر آخرت ا یمان لرونکي بې ارزښته ګڼي .له دغې غوسه کیدا او رټل کیدا وروسته د انسان په پنځون کې د هغه د بې ارزښتوالي او ټيټوالي په باب خبره او ددې چې د ژوند په مختلفو مسئلو کې په بشپړ ډول اړمند او وابسته دی خبره کوي،د پروردګار د نعمتونو او دهغه د تدبیر ناشکري کوي. په دغې سورې کې دانسان د خلقت د مرحلو او د خداي تعالی د نعمتونو او ااو پر مځکه د ژوند او وروسته د قیامت او په آخرت کې د غمجنو او خوشالو انسانانو د څيرو خبرې کوي.
عبس سوره د مختلفو مسئلو په باب لنډبحث کوي او د معاد پر موضوع خاص تکیه کوي. د ددې سورې محتوا په پنځو موضوعګانو کې خلاصه کیدلی شي.
یو هغه ترټولو حیرانونکی آیت چې په دغې سورې کې راغلی دی ، د هغې ورځې انځور دی چې انسانان له یوه بله تښتي ،حتی له خپلو ترټولو خوږو بچیانو څخه؛ «يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ وَ أُمِّهِ وَ أَبِيهِ وَ صَاحِبَتِهِ وَ بَنِيهِ؛هغه ورځ چې انسان له خپل ورو،خپل مور او پلار او له خپل همسر او بچیانو څخه تیښتي ( دعبس سوره له ۳۴ تر ۳۷پورې آیتونه)